راه یابی تیم فوتسال کشور عزیز خود برای نخستین بار به مسابقات جام جهانی را به ملی پوشان افغان، جوانان عزیز و همه ملت تبریک می گویم. دا بری د یوه لرغوني ولس په توګه زموږ د ټینګار، دوام او ځاني ویسا تر ټولو ښکاره نښه ده چې که «سل ځله پر مخ لوېږي پورته کېږي!» او د تیارو له منځه د رڼا…
زموږ د هېواد یوه ارزښتناکه شتمني ځنګلونه دي چې هم مو د وطن فزیکي ښکلا او هم د وګړو او ژویو روغتیا ورسره مخامخ تړلي دي. له بده مرغه دا شتمني په لسیزو کې پرله پسې ګواښل شوې او ویجاړه شوې چې څلورمه برخه یې یوازې د شلمې پېړۍ په وروستیو دوه ویشتو کلو کې له منځه ولاړه. د یوې نسبتاً…
افغانستان تر ډېرو نورو هېوادو د پرېمانه خوږو اوبو او بهاندو سیندونو کور دی او دا الهي نعمت په ډېر شکران ارزي. خو له بده مرغه، موږ په ناپوهېدلي ډول ددغه نعمت د کفران تر پولې رسېدلي یو چې خپله دغه ارزښتناکه شتمني مو، یا د خپلو اوبو په قانوني استفاده کې د بېوسۍ، یا د ناسم استعمال او…
زموږ ګران هېواد د خلقت لاس په ډېرو نعمتونو او ارزښتونو نازولی چې تر ټولو مهم یې جغرافیایي موقعیت دی، چې ریښتیا لیدونکو سترګو په حقه «په خټینه آسیا کې غوښین زړه» بللی دی. اوس چې له اقتصادي اړخه آسیا بیا راخوځېدلې، زما باور دادی چې موږ باید د وخت له ضیاع پرته، بېرته ددې لویې وچې د…
په خواشینۍ سره خبر شوم چې ښاغلی محسن داوړ نن په یوه بزدلانه او وحشیانه حمله کې سخت ټپي شوی دی. پر ښاغلي محسن داوړ برید په کلکه غندم او هغه ته د بېړنۍ روغتیا هیله کوم. د آزادۍ او عدالت دښمنان تل د هغه غورځنګونو او شخصیتونو د له منځه وړلو هڅه کړې چې پر آزادۍ مین قومونو د سياسي…
خویندو او وروڼو، له ګاونډیو هېوادو څخه د افغان مهاجرینو جبري ستنېدنه هماغسې روانه ده او نښې نښانې دادي چې د نوي میلادي کال له پیله ښایي نوره چټکه شي. له دې امله دا موضوع اوس هم زموږ په ملي لومړیتوبونو کې راځي او له ټولو نورو هېوادوالو د یوموټی، سنجېدلو، او په ملي اخلاص ولاړو…
بسم الله الرحمن الرحیم زه هغه څه چې زموږ له مهاجرینو سره د اجباري ستنولو برخه کې روان دي، په ډېرې اندېښنې له نژدې تعقیبوم. دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی. دې خبرې به یوځل بیا هغو کسانو ته هم…
د لوی پکتیا مخور مشر او زما ملگری خان صاحب پاچا خان زادران باندی د زړه دوره راغلی وه پوښتنی ته یی کورته ورعلم الله پاک دی صحت ورته سلامت کړی دوستان یی په دعاگانو کی مه هیروی
مرحوم ته د الله ج له درباره جنت فروس او کورنۍ او خوا خوږو ته یی د زړه صبر غواړم. مرحوم یو نیک شخصیت، وطندوست او مؤمن انسان وو. په مړینه یي سخت خفه یم د ټولو وړونو او خویندو هیله لرم چې په حق کې یي دعا او د کمی زیاتی بخښنه وکړي. امین په درنښت
انا لله و انا الیه راجعون په خواشینۍ سره می خبر تر لاسه کړه چې د هلمند ولایت مخور او نیک قومی مشر په تیر پارلمان کی د هلمند د ولسونو منتخب استازی او زما نزدی همسفرملگری مرحوم حاجي معلم صاحب ميرولي همت د ور پیښی مریضی له کبله د ترکیی په هیواد کی په حق رسیدلی دی
United States Trends
- 1. #UFC309 80,5 B posts
- 2. #MissUniverse 262 B posts
- 3. Beck 16,5 B posts
- 4. Oregon 27,4 B posts
- 5. Dinamarca 16,7 B posts
- 6. Brian Kelly 10,1 B posts
- 7. Nigeria 229 B posts
- 8. Wisconsin 46 B posts
- 9. Mac Miller N/A
- 10. Jim Miller 9.793 posts
- 11. Inside the NBA 6.128 posts
- 12. Dalton Knecht 2.241 posts
- 13. gracie 12,5 B posts
- 14. #AEWCollision 1.487 posts
- 15. Ruffy 14,2 B posts
- 16. Tailandia 9.333 posts
- 17. Tennessee 42,3 B posts
- 18. Llontop 11,8 B posts
- 19. Georgia 87,3 B posts
- 20. #DevilWearsHope 8.550 posts
Something went wrong.
Something went wrong.