Similar User
@aryanhotak20
@hafizullahpatm2
@anvari3013
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د منشياتوعادي کسانو علاج کوونکي وايي، په هغه صوبه کې د منشياتو په غټه پیمانه توليد او په عام بازار کې منشیاتو د خرڅلاو له وجې، منشياتو عادي یا روږدو کسانو کې وﺭځ تر بلې ﺯيات والی ﺭاﺭوان دی.
د پاکستان د سختې نا امنۍ سره مخامخ بلوچستان صوبه کې هم هندو لزکيو د ﺭنګونو اختر یا هولي ولمانځل.په بلوچستان کې د د هندو مذهب مشرانو وويل چې د ﺭوژې مياشتې له وجې دوی دغه مراسم په پراخه کچه ونه لمانځل. نوﺭ حال د نعمت الله سرحدي په ﺭپوﺭټ کې:
پاکستان او د طالبانو حکومت د دوه اړخیز تجارت او ټرانزیټ په اړه تړون لاسلیک کړ dlvr.it/T4lpYZ
د افغانستان سره پر چمن دﺭواﺯه د پاسپوﺭټ ويزې عملي کېدو خلک متاثره کړي او وایي د ﺭوژې مياشت شروع ده خو د دوی ﺭوﺯګاﺭ نه شته او له حکومته غواړي د دوی د ﺭوﺯګاﺭ بندوبست وکړي. د بلوچستان اسمبلۍ سپيکر عبدالخالق اڅکزي پرلتوالو ته د ستونځې د حل ډاډ ورکړی.
د چمن پرلت 105مه ورځ: احتجاج کوونکي وایي روزګارونه یې ختم شول dlvr.it/T29fjf
د بلوچستان په چمن ښار کي د تېرو درې نیم میاشتو راهسې په احتجاجي پرلت کې ګډون کونکې وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پا سپورټ شرط عملي کولو او د چمن دﺭواﺯه بندېدو له کبله د دوي روزګارونه ختم شوی دي. نوﺭ حال د نعمت الله سرحدي په ﺭپوﺭټ کې
د پاکستان د نوﺭو برخو ترڅنګ، نن په بلوچستان کې هم د ﺭاﺭوانو ټولټاکنو دپاﺭه اميدواﺭانو د خپلۍ نامزدګۍ کاغذات جمع کړل. د الیکشن کمیشن چارواکو پہ وینا، نن د امیدوارانو د کاغذاتو جمع کولو آخري نيټه وه.
Baloch activist Dr. Mahrang Baloch confronts the SP of Islamabad Police regarding his force's inaction during last night's incident. Unknown armed masked men, who came in a Vigo, had harassed Baloch protestors and stole their sound system.
په چمن کې د ﺭوان احتجاجي پرلت غړي وايي حکومت مشران له دوی سره یووالي ته نه ورپرېږدي. وایي منظوﺭ پښتين ورغلی وو خو حکومت په ﺯوﺭ او جبر ونیو چې وایي دغه ګام ورته د منلو وړ نه دی. پرلتوال د ځايي خلکو او سوداګرو لپاﺭه پر پوله د پاسپوﺭټ د شرط ختمولو غوښتنه کوي.
له چمن لاﺭې د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ ﺭوانه ده، پاکستاني چاﺭواکي وایي د چمن له لاﺭې شاوخوا 1,38000 کډوال افغانستان ته تللي دي، کډوال وایي په پاکستان کې یې لسیزې تېرې کړې خو اوس په ناترسۍ ایستل کېږي. دغو افغانانو نعمت الله سرحدي ته د خپل ژوند کیسې بیان کړې دي
چمن کې نن په48 مه ورځ هم احتجاجي پرلت روان دی په چمن کې د ال پارټیز لغړي اتحاد لخوا نن په 48 مه ورځ هم په چمن پوله په پاسپوټ او ویزې د تګ راتګ د شرط پرضد اجتجاجي پرلت روان دی. احتجاج کونکي وايي ګټه وټه یې ودریدلې او د سختو مالي ستونزو سره مخ دي.
اڅکزی: که د دسمبر تر 15مې د چمن پرلت غوښتنې ونه منل شوې په ټولو سیمو کې پرلتونه پیلوو dlvr.it/SzwK0m
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي د چمن پرلت غوښتنې پر حق دي او حکومت دې بايد ددغو په ﺯﺭګونو خلکو غوښتنې ومني، وايي که حکومت يې غوښتنې نه مني ګوند به يې له اتحادې ګوندونو سره په ګډه په صوبه کې احتجاج شروع کوي. تفصیل نعمت الله سرحدي وړاندې کوي:
په چمن کې د ال پاﺭتيز تاجر لغړي اتحاد لخوا نن په ۵۱مه ورځ هم احتجاجي پرلت روان وو چې پکې په زرګونو خلکو ګډون کړی. پرلت کونکي د پاکستان حکومت لخوا په چمن پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې د شرط ختمولو غوښتنه کوي.
د پاکستان د نورو ښارونو په شان د بلوچستان ایالت په بېلا بېلو ښارونو کې هم نن د معذورانو نړیواله ورځ لمانځل شوې. د دې ورځې په مناسبت د چمن ښار ځايي معذورانو احتجاجي لاریون کړی. د چمن معذوران کومې ستونزې لري او د حکومت نه کومې غوښتنې لري؟
د پاکستان افغانستان د سوداګرو ګډې خونې غړي وايي که چرې د پاکستان لخوا افغان ټرانزټ وتړل شي نو پاکستان به هره میاشت د اربونو روپو د ګټو او د زرګونو خلکو د بې روزګارۍ سره مخ شي. افغان تاجران دا وخت د ایران د لارې ټرانزټي مالونه راغواړي.
د بلوچستان په چمن ښارګوټي کې د پوليس صوبايي مشر د جيل نه د قيديانو د ټښتېدو او موجوده بنديانو ته د تحفظ نه ورکولو په تور د ياد جيل ټوله عمله معطل کړې ده. دا پېښه څنګه رامنځ ته شوه؟ تفصيل د نعمت سرحدي په رپوټ کې
د بلوچستان ایالت د صحت چارواکو ویلي په صوبه کې د شېري / خسرې د ناروغۍ خوریدو وروسته یې د ۲۲ ضلعو په ۵۵ یونین کونسلو کې د وېکسین کمپاېن پېل کړی. سږ کال د ایالت په کوهلو، دوکۍ او چمن کې ګڼ شمېر ماشومانو د شېري د لاسه ژوند د لاسه ورکړی. نور حال نعمت الله سرحدي وړاندې کوي.
چمن ښار کې د څواﺭلس 14 کلنو لوبډلو فټبال چمپېنشپ پېل شوی چې پکې د 32 لوبډلو 640 لوبغاړي برخه اخلي. د دغه لوبو ﺯمينه برابرونکي فټبال لوبغاړی کيپټن عيسی خان وايي چې په خپل شخصي لګښت یې دغه لوبې جوړې کړي هغه پر مختلفو اداﺭو غږ کړی چي داسې لوبې دې سپانسر کړي
United States Trends
- 1. Tyson 542 B posts
- 2. Karoline Leavitt 21,2 B posts
- 3. Paige 8.194 posts
- 4. #wompwomp 7.179 posts
- 5. Syracuse 23,2 B posts
- 6. Pence 63,2 B posts
- 7. Kash 110 B posts
- 8. Kiyan 28 B posts
- 9. The FBI 266 B posts
- 10. Frankie Collins N/A
- 11. Debbie 36,5 B posts
- 12. Jarry N/A
- 13. Whoopi 120 B posts
- 14. #TOKKIVSWORLD 1.971 posts
- 15. #LetsBONK 16,9 B posts
- 16. White House Press Secretary 24,3 B posts
- 17. Dora 25,1 B posts
- 18. Juanfer 7.136 posts
- 19. Quintero 14,4 B posts
- 20. Ace Bailey N/A
Something went wrong.
Something went wrong.